د انرژي معینیت اداري ناسته د یاد معینیت د څو اړینو موضوعاتو د څېړلو په هکله ترسره شوه

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د یاد معینیت د تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې په پيل کې، رئيسانو او مسؤلینو د هغو فعالیتونو او اجراآتو چې په تېرو ناستو کې یې په هکله پرېکړه شوې وه، معلومات ورکړل.
د ناستې په دوام کې د انرژي پروژو د بېلابېلو موضوعاتو په هکله په ځانګړې توګه د انرژي د تولید د جواز د کړنلارې موضوع د څېړلو، د افغانستان برېښنا شرکت سره د برېښنا انرژي د تعرفې د وروستي کولو، د ریاست الوزرا مقام ته د بدخشان ولایت د فیض آباد ښار د تعرفې د موضوع په هکله د څېړنیز پلاوي د راپور وړاندې کولو چې د انرژي ښاغلي معین تر مشري لاندې یاد ولایت ته سفر کړی و، او د انرژي تنظیم پورې اړوند نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د انرژي ښاغلي معین د ناستې په پای کې د موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.