د انرژي معینیت اداري غونډه ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۵:۲۹
1

یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس او د انرژي معینیت وارسي کونکي، ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز "عزیز"  په مشري د یاد معینیت د رئیسانو او تخنیکي مسئولینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د انرژي معینیت د کلني پلان، تر پلان لاندې پروژو لومړیتوب بندي، د څېړنیزو سټېشنونو او ټاورونو د ترمیم او مناسبو ځایونو ته د لېږدولو په موخه څېړنه، د هر ریاست له لوري د هغه ریاست د ځانګړي ستراتیژي تطبیق او د اداري چارو د تنظیم او انسجام په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه، د یادې غونډې په ترڅ کې اړوندو ریاستونو ته ځانګړې دندې وسپارل شوې ترڅو د انرژي معینیت د چارو د معیاري کولو او چټکتیا په موخه هر اړخیزې څېړنې وکړې او په راتلونکو غونډو کې تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شي او د توافق په صورت کې به هغوی ته غوره کړنلارې یا میکانیزمونه چمتو او پلي شي.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس، د معلوماتو او د غونډې د غړو د اندونو تر څېړلو وروسته اړینې سپارښتنې وکړې او د چارو د غوره ترسره کولو په موخه یې ځانګړې کمیټې وټاکلې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu