د انرژي د تولید بندونو د پروژو د پلي کولو په برخه کې د ګډې همکاري په موخه د ۷۷ ترکي شرکت له استازي سره د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۶:۳۶
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له استازي ښاغلي بوراک اونسال سره د سروبي ۲ برېښنا بند، د کجکي بند او د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د دهلې بند  د پروژو په برخو کې د ګډې همکاريو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د ۷۷ ترکي شرکت استازي د یادو پروژو دپلي کولو په برخه کې د مطالعاتو او نورو تخنیکي همکاریو د ترسره کولو په موخه د خپلو فعالیتونو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

د اوبو ښاغلي معین د یاد شرکت د استازي د معلوماتو تر څېړلو وروسته د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازمې لارښوونې وکړې او پر لازیاتو همغږیو باندې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu