د اف اې او سازمان مسؤلینو په زابل ولایت کې د نوي چکډمونو، استنادي دیوالونو او کانالونو د جوړولو ژمنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۹:۴۴
1

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار  د اف اې او سازمان د سهیلي زون له مسؤلینو سره وکتل او په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې یې په  زابل ولایت کې د نوي چکډمونو، استنادي دیوالونو او کانالونو د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي سازمان مسؤلینو په  نوي زیږدیز کال کې  د زابل ولایت په لرې پرتو سیمو کې د نوي چکډمونو، استنادي دیوالونو او کانالونو د جوړولو ژمنه وکړه.

په ورته مهال، ښاغلي ذوالفقار هم د نوموړي ولایت په لرې پرتو سیمو کې د پراختیایي پروژو په پلي کولو باندې ټینګار وکړ او د هر راز همکاري ژمنه یې وکړه.

د یادونې وړ ده، چې په زابل ولایت کې د اف اې او سازمان له خوا د درې سوه او درې څلوېښت زره (۳۴۳۰۰۰)آمریکايي ډالرو په ارزښت د څو پروژو کار دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu