د افغان- آسټرالیا مشورتي او مدیریتي شرکت له مسؤل سره په راتلونکي کال کې د ۲۰ زره نیالګیو د کښېنولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۴۱
1

د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د افغان- آسټرالیا مشورتي او مدیریتي شرکت د ولایتي څارنې، سروې او ډیزاین له مسؤل محترم انجنیر سمیع الله صافي سره په راتلونکي کال کې د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالي کې د ۲۰ زره مثمرو او غیر مثمرو نیالګیو د کښېنولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې، د نوموړي شرکت ولایتي مسؤل په راتلونکي کال کې د ۲۰ زره نیالګیو د چمتوکولو  او کښېنولو په برخه کې د نوموړې حوزې له مسؤلینو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu