د اسیا پراختیايي بانک مسؤلینو سره د اوبو مدیریت پروژو تطبیق او راتلوونکو پلانونو په اړه د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۹:۳۶
725

د اسیا پراختیايي بانک مسؤلینو سره د اوبو مدیریت پروژو تطبیق او راتلوونکو پلانونو په اړه د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل چې د برنامو مدیریت د مرکزي دفتر رئيس انجنیر سید مقیم سادات هم ګډون درلود د یوې انلاین جلسې په ترڅ کې د اسیا پراختیايي بانک مسؤلینو سره په هېواد کې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو د تطبیق او په افغانستان کې د دغه بانک د ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې پراختیايي پلانونو په اړه هر اړخیز بحث وکړ.

دغه ناسته چې د مختلفو ادارو( د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره، روغتیا وزارت، کرنې وزارت، د کلو پراختیاي وزارت، ترانسپورټ وزارت، رېل پټلۍ...) ګډون درلود په افغانستان کې د ADB د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې پلانونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ لخوا د اسیا پراختیايي بانک مسؤلینو څخه د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پياوړتیا، د کابل پنجشیر پايپ لین او د اوبو لګولو یو شمېر پروژو د ژر تطبیق غوښتنه وکړه، چې د اسیا پراختیايي بانک لخوا د یو شمېر شرایطو په اېښودلو سره د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې غوښتنه ومنل شوه او په دغه برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دغه ناسته کې یو مهم بحث دا وو چې د اسیا پراختیايي بانک او د افغانستان د مالې وزارت لخوا وویل" هر هغه اداره چې په خپلو چارو کې ښه وځلېده او کارونه یې په ښه کیفیت او په خپل وخت تر سره کړل، د نورو ادارو پنډ به هماغه ادارې ته ورکول کیږي" له نېکمرغه چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ وکولی شول چې د تېرو پروژو په تطبیق کې بارز رول ولوبوي او پروژو په ښه کیفیت او په خپل وخت تطبیق کړي.

د یادونې وړ ده چې د اسیا پراختیايي بانک(ADB) تر اوسه پورې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په چوکاټ کې تر ۷۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په شاو خوا کې مرسته کړې او په راتلوونکي کې یې د نورو همکاریو ډاډ راکړی.

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مشرتابه د اسیا پراختیايي بانک له دومداره او هر اړخیزو همکاریو څخه د زړه له تله مننه کوي او د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په برخه کې د لا ډيرو همکاریو هیله لري.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu