د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یونسیف موسسې له مسؤلینو سره وکتل
د اغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا سید محمد شرافت د خپل کار په دفتر کې د یونسیف موسسې له مسؤلینو سره وکتل.
په یاده ناسته کې، د یادې موسسې مسؤلینو دخپلو فعالیتونو او پلانونو په هکله ښاغلي شرافت ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په کندهار ولایت کې یې د اوبو د مدیریت پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ.
