د ارغنداب رود له بستر څخه د جغلو، شګو او خاورو د را اېستلو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۱۴
1

د کندهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د ارغنداب رود له بستر څخه د جغلو، شګو او خاورو د را اېستلو له بهیر څخه د اوبو د مسیر د برابروالي په موخه څارنه وکړه او اړوندو شرکتونو ته یې د نوموړي رود له بستر څخه د جغلو، شګو او خاورو د را ایستلو په هکله اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو کلونو کې د ارغنداب رود په بېلابېلو سیمو کې په غیر اصولي او نا منظمه توګه د جغلو، شګو او خاورو د را ایستلو له کبله د اوبو د ضایع کېدو ترڅنګ د رود بستر، اوبیزو تاسیساتو، څنډو او ځمکو ته تاوانونه رسولې او د اوبو مسیر یې زیانمن کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۹
Background image

د اوبو او انرژي وزارت په رهبري ناسته کې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو باندې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۷/هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲ هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب تر رهبري لاندې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

بیرته تګ

User account menu