د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او د یاد ولایت په چوري ولسوالي کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره د سربندونو د جوړولو او دکوچنیو خندقونو د کېندلو د پروژې کار په ښه توګه پرمخ روان دی.
په یاده پروژه کې چې په ارزګان ولایت کې د اوبو د مدیریت او د سیلابونو د کنترول په موخه پلي کېږي، ۳۰۲ تنه کارګران په کار بوخت دي.
دا پروژه د WFP په مالي مرسته د ADA دفتر له لارې په سیمه کې د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلی کېږي.
د ارزګان ولایت په چوري ولسوالي کې د کربلايي سربند د جوړولو کار په ښه توګه دوام لري.
د دې پروژې په پلي کیدو سره به د کربلایي سربند ۴۴ متره او د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي سره د هغه محافظوي دیوال د ګبیون په جوړولو سره جوړیږي، چې ۵۰۰ کسان پکې په کار بوخت شوي دي.
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او چوري ولسوالي د استنادي دیوال او کربلایي سربند د جوړېدو ۹۰ سلنه کار پرمخ تللی او ډیر ژر به بشپړ شي.
د دې پروژې په پلي کیدو سره به د یاد شوي کانال د ۱۴۵۰ مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د ډبرو کار وشي، چې تر اوسه یې د شاوخوا ۱۳۲۹ مترو کار بشپړ شوی دی.
دا پروژه د ADA دفتر له خوا تمویلیږي، چې د یاد کانال د استنادي دیوال له بشپړیدو وروسته به د کانال د پاکولو چارې ترسره شي.
