د آمو سیند د څنډو د وضعیت د څېړنې او د هغه د تحکیماتو لپاره د اړینو تدابیرو د نیولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۲:۹
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د وزارت د تخنیکي انجنیرانو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د اوبو ښاغلي معین د خپل هغه سفر په هکله چې څه موده وړاندې له هغه پلاوي سره چې د کرنې،مالداري او اوبولګولو وزارت، د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ، د کانونو او پټرولیم وزارت له استازو او د احصائیې او معلوماتو عمومي رئيس یې په ترکیب  وو، چې د آمو سیند د ویجاړشویو ساحو د څېړلو لپاره تللی و، معلومات وړاندې کړل او د خپلو څېړنو پایلې یې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

د ناستې په دوام کې، د آمو سیند د ویجاړ شویو ساحو د کار او د بیارغونې کارونو د پيلولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او  ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د آمو سیند د چارو د پیلولو په پار یې د کاري پلان د چمتوکولو د چارو د چټکتیا په هکله اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu