د آخرالزمان د فتنو په هکله د دعوت او ارشاد ریاست روزنیز او اصلاحي سمینار ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۴:۳۶
1

په دغه سمینار کې چې د اوبو او انرژي وزارت ټولو کارمندانو ګډون درلود، د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي ګل رحمن عارف  د آخرالزمان د فتنو په هکله په تفصیلي توګه خبرې وکړې.

د دغه وزارت د دعوت ارشا رئيس د احادیثو، روایاتو او تاریخي کیسو په استناد سره څرګنده کړه، چې په آخرالزمان کې فتنې ډېریږي او له فتنو څخه د خلاصون یوازینې لار د خدای(ج) د اوامرو او د حضرت محمد ﷺ د سنتونو پيروي کول دي.

محترم مولوي عارف په خپلو خبرو کې د اولیاالله کراماتو د حقانیت او د قبر عذاب ته په اشارې سره ټول ګډونوال  وهڅول، چې په ټینګ ایمان سره د اسلام د سپیڅلي دین لارښوونو ته پناه یوسي ؛ ترڅو د آخرالزمان د فتونو له شر څخه په امن کې و اوسئ او په دنیوي او اخروي  ژوند کې نېکمرغه شئ او د شریعت له لارې هغه ډلې چې د مسلمانانو په عقایدو کې د اختلافاتو د خپرولو لامل ګرځي و پېژنئ؛ ځکه چې هغوی په خپل همدغو کړنو سره د مسلمانانو د هلاکت او تباهي لامل ګرځي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu