دسویم د پروژی د همغږۍ غونډه دایر شوه.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۳ - ۸:۳۲
MEW

د سویم پروژې د همغږۍ غونډه د اوبو او انرژۍ وزارت د معین ښاغلي انجنیر خان محمد تکل ،د کرنې وزارت د اوبو لګولو معین ښاغلي حشمت الله غفوری،د محیط زیست ادارې د پالیسۍ معین ښاغلي ادریس مالیار ،د سویم پروژې رییس ښاغلی در کوریز ، عمومي مدیرانو او د خالد طوباز سویم پروژې ټیم لیډر په ګډون نن په اوبو او انرژۍ وزارت کې دایر شوه.
لومړی د اوبو معین ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د سویم پروژې د فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه یې مننه وکړه، په ځانګړې توګه د بلخ، قنجغه، جلال آباد او اسعد آباد په پروژو کې، او د سویم پروژې له مسولینو یې غوښتنه وکړه چې، د ویپ WEAP پروګرام په درې برخو ابتدايي، منځنۍ او وروستۍ کې د انرژي او اوبو، کرنې او چاپیریال په وزارتونو کې د کارکوونکو لپاره پيل شوی وو،دوه برخې یې پاې ته رسیدلې وي او هیله مند یوو، چې وروستۍ برخه به یې هم بشپړه شي.
وروسته، د کرنې اوبو لګولو وزارت معین ښاغلی حشمت الله غفوری، او د محیط زیست ادارې د پالیسۍ معین ښاغلي ادریس ملیار یې په اړه خبرې وکړې.
بیا د کندز ولایت د خوشتیپې پروژې د احتمالي مطالعاتو په اړه یو پرزنتیشن د سویم پروژې د ټیم لیډر خالد طوباز لخوا وړاندې شو.
په دوام یې د سویم پروژې د نظارت او ارزونې متخصص احمد غني د سویم پروژې د نظارت او ارزیابۍ په اړه خپل پرزنیتیشن وړاندې کړ او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.
د یادونې وړ ده چې، د دې ناستې موخه د بدخشان، کندز، بلخ، جوزجان، بغلان او سمنګان ولایتونو کې د سویم پروژو پلي کولو کې ښه همغږي کول دي او په هرو درې میاشتو کې به یو ځل دایر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب لوګر ولایت ته سفر وکړ.

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده چې د وزارت د انجینری خدمتونو عمومي رئیس انجینراسدالله عمار د لوګر د فرعي سندیزې حوزې رئيس  ملا محمد اسمعیل اخندزاده او ورسره مل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۸
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالي اړوند د سایکز سیمې تحکیماتي پروژه د ۳ میلیونه، ۱۹۰ زره او ۶۰۷ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې پروژه په ټوله کې ۲۶۰ متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

د پورتني کندز – بامیان سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ارزونه ترسره شوه

د پورتني کندز – بامیان سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ارزونه د ریاست الوزرا د لوړ مقام د لارښوونې پر بنسټ د اړوندې کمېټې په همغږي سره په نوموړي ریاست کې ترسره شوه.

بیرته تګ

User account menu