د  سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند او د ارزګان ولایت د آغاجان بند په هکله  د اقتصادي کمېسیون  د مصوبې  د پلي کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۴:۳۴
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کانونو او پټرولیم سرپرست و زیر محترم شیخ شهاب الدین دلاور، د صنعت او سوداګري سرپرست وزیر محترم نورالدین عزیزي، د مالیې وزارت مالي معین محترم حاجي عبدالقدیر احمد، د ملي پراختیا شرکت رئيس محترم عبدالرحمن عطاش، رئيسانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د مصوبې پر بنسټ په سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم بند او په ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د چارو د پیل لپاره د زمینې د چمتو کولو په موخه د اړینو همغږیو  په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، د نوموړو موضوعاتو تر مطالعې او څېړلو وروسته، اړین تصمیمونه ونیول شول او اړوندو وزارتونو د اقتصادي کمېسیون د مصوبې د پلي کولو په هکله خپل چمتووالی څرګند کړ. د ناستې په دوام کې همدارنګه هوکړه وشوه چې د پروژو لومړني مطالعات دې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د نورو اړوندو ادارو په همکاري پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu