خوست ولایت کې په ټولیزه توګه د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډمونو اته پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۳:۳۷
1

د یادو پروژو د پرانیستو مراسم د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالي کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د خوست سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د خوست ولایت سیمه ییزو مسئولینو او ګڼ شمیر قومي مشرانو په شتون کې ترسره شو.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یادو پروژو د پرانیستي پر مهال په ټول هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت یو الهي نعمت وبالهٔ او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان خلک باید ددغه نعمت قدر وکړي؛ ځکه چې ددغه نظام تر چتر لاندې هم امنیت او هم د اقتصادي پرمختګ زمینه چمتو شوې ده.

ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې په خوست ولایت کې ټولټال ۱۳ پروژې په پام کې نیول شوي، چې له هغې جملې څخه اته پروژې بشپړې شوې، دوې پروژې تر کار لاندې دي او درې نورې پروژې ډیزاین شوې او قرارداد ته چمتو دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژې په یاد ولایت کې د خاورې د ورستېدو د مخنیوي، د سیلابونو د خطرونو د کمولو، د باران اوبو د زیرمه کولو او د اوبو سرچینو د پیاوړتیا په موخه پلي کیږي.

ددغو اتو پروژو په پلي کېدو سره څه باندې ۵۳ زره متره مکعب اوبه زیرمه او همدارنګه، په مستقیمه توګه نږدې ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

غور ولایت کې یو چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د پیلوی سرخ په کلي کې د یوه چکډم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیائې بودجې څخه د دري میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

لوګر ولایت کې د برکي برک ولسوالي اړوند د تګاب د سيمي د استنادي ديوالونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د برکی برک ولسوالي د تګاب په  سیمه کې د استنادي ديوالونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي سروي ترسره کړه. چې د یادو استنادي ديوالونو په. . .

بیرته تګ

User account menu