حقوقی رئيس او ور سره مل پلاوي د پروان له والي او د پروان د اوبو او انرژي له رئيس سره وکتل

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د برېښنایي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست اړوند حقوقي رئيس محترم خلیل الرحمن فاروق او ورسره مل پلاوي د پروان د اوبو او انرژی رئيس محترم مولوي عبدالشکور په ملتیا د پروان له والي، مفتي محمد ادریس انوري سره وکتل.

د دغې ناستې پر مهال د برېښنا د خدمتونو د ښه تنظیم، د هغو شرکتونو د پېژندنې او څارنې چې له جواز پرته فعالیت کوي، د فعالیتونو د قانوني کولو پروسې او اړینو اسنادو د سپارلو ، د تخنیکي خوندیتوب د مراعاتولو او د انرژي په سکتور کې د متشبثینو د هڅونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه، نوموړي پلاوي د پروان له والي څخه وغوښتل چې دا موضوع دې د ولایت په رسمي اداري غونډو کې هم مطرح کړي، ترڅو اړوندو ادارو ته ورسول شي.

 په ورته مهال، د پروان والي د نوموړي پلاوي د وړاندیزونو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په دې برخه کې به هېڅ  ډول هڅه او کوښښ ونه‌سپموي.

د پروان والي او اړونده مسؤلینو د برېښنا سکتور ستونزې هم بیان کړې او زیاته یې کړه چې د پروان ولایت د بادي، اوبیزې او لمریزې برېښنا په برخه کې د پانګونې پراخ فرصتونه لري.

د دې سفر موخه د هغو شرکتونو د څارنې او پېژندنې ترڅنګ د هغوی د فعالیتونو د قانوني کولو لپاره د آسانتیاوو برابرول وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۵۸
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس او د شمال سينديزې حوزې عمومي رئیس د بلخ له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج ملا محمد يوسف وفا سره یې په داسې حال کې وکتل چې د شمال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۵
Background image

خوست ولایت کې د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي

د خوست شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۰:۱۵
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

بیرته تګ

User account menu