جمهوررئیس: راتلونکو دوو کلونو کې د اوبو عمده برخه مدیریت کېږي

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۳ - ۹:۳۵
اخبار

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د اوبو منابعو پراختیا او مدیریت تر عنوان لاندې د اوبو شپږم ملي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

دغه کنفرانس چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوی و، لومړی د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست خان محمد تکل د کنفرانس موخه، د اوبو سکتور کې د حکومت لاسته راوړنې او پنځه کلن پلان تشریح کړ.

نوموړي وویل، حکومت د اوبو ملي ستراتېژۍ له لارې د کرنیزو او څښاک اوبو د تنظیم او وېش لپاره د اوبو په حکومتولۍ جدي کار کوي او د اوبو د تنظیم قانون له لارې به په ټول هیواد کې د اوبو سرچینې مدیریت شي.

ورپسې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین حشمت الله غفوري د اوبو مدیریت د کرنې د انکشاف مهم لامل وباله وې ویل، له اقلیمي بدلون سره بارانونه په کمېدو او د حرارت درجه په زیاتېدو ده چې دغه وضعیت د کرنې سکتور متضرره کوي او د مخنیوي لپاره یې باید اوبه مدیریت شي.

په دې غونډه کې د کلیوبیارغاونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي د اوبو مدیریت د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې یاد کړ وې ویل، د اوبو مدیریت اوس په یوه ټولنیز بحث بدل شوی او په کلیو کې خلک د دې مادې په ارزښت ښه پوه شوي دي.

نوموړي وویل، په تېرو دوو کلونو کې د څښاک اوبو ۸۷۰ پروژې تطبیق شوي او د کرنې لپاره ۴۷۶ پروژې عملي شوي چې ۸۵۵۹ هکټاره ځمکه خړوبوي او ۷۰۸۰ هټکاره ځمکه له سېلابونو څخه ژغورل شوې ده.

د انرژۍ او اوبو وزارت متخصصې فومن فروغ د اوبو مدیریت ستراتیژیک محورونه تشریح کړل او د مختلفو سکتورونو لپاره د اوبود تخصیص، سرچینو او استعمال په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د اوبو شپږم ملي کنفرانس ګډونوالو ته پر دې په ټینګار چې حکومت د اوبو مدیریت یو جامع پلان لري وویل، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د افغانستان ټولې اوبه جهت پیدا کوي.

د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، د ځمکې لاندې اوبو څخه ناسمه استفاده بحران رامنځته کوي او د عامه پوهاوي له لارې مهمه ده، خلک د دغې ملي پانګې په ساتلو کې همکاري وکړي.

جمهوررئیس غني وویل، په راتلونکو دوو کلونو کې به د استنادي دېوالونو، سربندونو او چیک ډیمونو له لارې د هیواد د اوبو عمده برخه مدیریت شي او په دې موده کې به د لویو بندونو په ډیزاین او مطالعاتو اساسي کار وشي.

جمهوررئیس د اوبو متوازن انکشاف ته په اشارې وویل، په راتلونکو کلونو کې به د حکومت ډېر تمرکز پر ولسوالیو وي او د خلکو د اساسي اړتیا په توګه د څښاک اوبو برابرولو ته جدي پام کېږي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې په ولسوالیو او کلیو کې د اوبو مدیریت د ولسي سیستم په بیاراژوندي کولو ټینګار وکړ زیاته یې کړه، دغه شوراګانې باید په منظمو حرکتونو او کمپنیو بدلې شي. له پولو دباندې اوبه هم مدیریت کېږي او د نړیوالو قوانینو پر اساس په ټولو مواردو کې برلاسي یوو.

په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو ادارې رئیس او د جمهوري ریاست د چارو ادارې سرپرست الهام عمر هوتکي د جمهوررئیس فرمان ولوست چې پر اساس یې د اوبو او انرژۍ وزارت په دوو خپلواکو ادارو؛ د اوبو تنظیم ملي اداره او د انرژۍ تنظیم خدمتونو اداره ووېشل شو او خان محمد تکل د اوبو او تنظیم ادارې د رئیس په توګه وګمارل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu