تخار ولایت کې د څلورو کانالونو د تحکیماتو او بیارغونې چارې د نږدې څلورسوه زره ډالرو په لګښت پيل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۳:۴۴
1

د تخار ولایت په مرکز تالقان او فرخار ولسوالي کې د شاه روان، ګاومالي، ملک های خطایان او لجده کانالونو د تحکیماتو او بیارغونې چارې د درې سوه او څلور اتیازره (384000) آمریکایي ډالرو په لګښت د تالقان د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم سراج الدین وهاج، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې پيل شوې.

په دغه پروژه کې، ۱۵۰۰ متره تحکیمات او د څلورو دهنو ودانۍ شاملې دي، چې د اف، اې، او موسسې په مالي لګښت د تالقان د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي کېږي.

ټاکل شوې ده، چې د نوموړې پروژې چارې د ۱۱ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې ته په سپارلو سره به یې (110000) جریبه ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

بیرته تګ

User account menu