تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د اتم لاټ پروژه د څه باندې ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د نهم لاټ پروژه د څه باندې ۸۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۲۹
1

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپې سیمه کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د اتم لاټ پروژه د ۶۵ میلیونه، ۳۸۴ زره او ۵۹ افغانیو په لګښت بشپړه او د نهم لاټ پروژه د ۸۱ میلیونه، ۵۰۳ زره او ۵۷۳ افغانیو په لګښت د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي، د دشت قلعې سیندیزې فرعي حوزې رئيس او یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوه.

د اتم لاټ پروژې ګټې ته د سپارلو او د نهم لاټ پروژې د چارو د پیل په پرانیست غونډه کې ښاغلي نقي د نوموړو پروژو او د آمو سیند څنډو د ټینګښت د راتلونکو پروژو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د اتم لاټ پروژه چې یو کیلو متر اوږدوالی او ۲۲ متره سور لري د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه پرمخ وړل کېدې او د نهم لاټ پروژه هم چې ۱۱۵۰ متره اوږدوالی لري، چارې یې د دغه وزارت له پراختیایي بودجې څخه د آمو سیند څنډو د ټینګښت ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu