بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالي کې د واورې د اندازه کولو څلور اسټیشنونو او د هایدرولوژي شپږ سټیشنونو څخه څارنه ترسره شوه
د پنج بالا سیندیزې حوزې د هایدرولوژي ټیم بدخشان ولایت اشکاشم ولسوالي ته د یوه سفر په ترڅ کې د اشکاشم، واخان، ايش دښته او زیباک د واورې د انداز کولو اسټیشنونو او همدارنګه د اشکاشم، سست واخان، کوف آب، نسی، خوغز او شغنان د هایدرولوژي اسټیشنونه تر څارنې لاندې ونیول.
یاد ټیم اشکاشم ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې یاد اسټیشنونه له نږدې څخه وڅارل او ستونزې یې هوارې کړي.
