بامیان ولایت کې د یخ د ټوټو په شکل د موسمي اوبو  د کتلو راټولولو او زېرمه کولو د پروژې چارې پيل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۶:۹
1

د بامیان ولایت  د مرکز اړوند په سیالایک سیمه کې د یخ د ټوټو په شکل د موسمي اوبو د کتلو  د راټولولو او زېرمه کولو  د پروژې چارې پيل شوې.

د دغې پروژې په پلي کېدو سره د یخ د ټوټو په شکل موسمي اوبه زېرمه او په دوبي کې ورڅخه د کرنې لپاره ګټه پورته کېږي .

په دغه پروژه کې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د نوموړې پروژې چارې د یو، ان، ډي، پي دفتر په مالي لګښت د بامیان د سیندیزې فرعی حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د فاریاب ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ټولنیزو ستونزو د هوارولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۱
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او ورسره مل تخنیکي ټیم وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu