اوبو معینیت کې د اوبو او انرژي سکتورونو پورې اړوندو طرحو، وړاندیزونو او ننګونو د ارزونې او اقتصادي کمېسیون ته یې د راجع‌کولو په تړاو غونډه ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۳۴
۱

18/10/1404 هـ ل

د اوبو او انرژي سکتورونو پورې اړوندو طرحو، وړاندیزونو او ننګونو د څېړنې او ارزونې په موخه د همغږي ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د وزارت مقام د سلاکارانو او د اوبو او انرژي سکتورونو د ټولو رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.

د اوبو محترم معین د دغې ناستې ترسره کول په چارو کې د سمون او همغږي د پياوړتیا، د طرحو او وړاندیزونو د څېړلو، د شته فرصتونو او ننګونو پېژندنه او  د اوبو او انرژي سکتورونو د مدیریت غوره‌والی او پراختیا وبلل.

د ناستې په دوام کې، د اوبو او انرژي سکتورونو رئيسانو هر یوه په خپل وار سره د چوپړتیاوو وړاندې کولو، اړوندو سکتورونو کې د څېړنیزو مرکزونو رامنځته‌کولو، د اړینو امکاناتو چمتوکولو، د همغږي زیاتوالي او د کارمندانو د وړتیا لوړونې په برخه کې خپل اندونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې مطرح شوې موضوعات به تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، د اوبو او انرژي سکتورونو د لا پراختیا او شته ستونزو د هوارولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون ته د وروستي تصمیم نیونې په موخه راجع شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu