اوبو او انرژي وزارت کې د دریو عمومي حوزوي ریاستونو د کارمندانو لپاره د "مالي چارو د لګښت اسنادو چمتوکولو میکانیزم" ترسر لیک لاندې د وړتیا لوړونې ښوونیزه برنامه ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۳۳
1

د کارمندانو د وړتیا لوړونې برنامو د لړۍ په دوام، دغه دوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه د "مالي چارو د  لګښت اسنادو چمتوکولو میکانیزم" ترسر لیک لاندې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د مالي او حسابي ریاست په همکاري د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري ترسره شوه.

دغه برنامه چې د مالي چارو په پرمخ وړلو کې د اړینو آسانتیاوو د چمتوکولو او په دې برخه کې د شته ننګونو هوارولو او لارو، چارو په موخه ترسره شوې وه،  د شمال، هریرود- مرغاب او پنج آمو عمومي حوزوي ریاستونو او د دغو عمومي حوزوي ریاستونو تر چتر لاندې د اوبو او انرژي له ریاستونو څخه د مالي او ادارې څانګې څه باندې ۳۰ تنه کارمندانو پکې ګډون در لود.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ډول برنامو جوړول د دغه وزارت د کارمندانو د کړنو د غوره‌والي او د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن رول لري او د دغه وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري به یې ترسره کول دوام ومومي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu