اوبو او انرژي وزارت کې د " امکان سنجي مطالعې اصول او اجزا ښوونه" ترسر لیک لاندې د وړتیا لوړونې ښوونیزه برنامه ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۲:۶
1

د کارمندانو د وړتیا لوړونې برنامو د لړۍ په دوام، دغه یوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه د " امکان سنجي مطالعې اصول او اجزا ښوونه " ترسر لیک لاندې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي چوړتیاوو د تنظیم عمومي ریاست په همکاري د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري ترسره شوه.

په دغه برنامه کې چې د مرکز او د کابل عمومي حوزوی ریاست څخه څه باندې ۴۰ تنه انجنیرانو ګډون کړی وو، د امکان سنجي مطالعاتو د اصولو او اجزاوو په هکله اړین معلومات تر لاسه کړل.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ډول برنامو جوړول د دغه وزارت د کارمندانو د کړنو د غوره‌والي او د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن رول لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu