د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس د هرات ولایت پشت کوه او زاول ولسوالیو ته سفر وکړ

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۵:۰
1

د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي سید عبدالسلام  مستوفي آغا او ورسره مل تخنیکي ټیم د هرات ولایت په پشت کوه او زاول ولسواليو کې د اوبو بندونو د جوړولو لپاره د مناسبو سیمو د څیړلو په موخه نوموړو ولسوالیو ته سفر وکړ.

د دغه سفر په ترڅ کې د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس د شینډنډ سیند  اړوند د کادانک او د واخل سیند اړوند د واخل او تورلکه له سیمو څخه چې د اوبو بندونو د جوړولو لپاره مناسبې وبلل شوې، لیدنه وکړه.

همدارنګه، د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس د یادو ولسوالیو له اوسېدونکو سره هم وکتل او د هېواد د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت د پلانونو په هکله یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu