په پکتیکا ولایت کې د انرژي (20/0.4) کیلوولټ توزیعي شبکو اساسي سروې ترسره شوه
د پکتیکا ولایت مرکز اړوند سیمو د انرژي د (20/0.4) کیلوولټ توزیعي شبکو اساسي سروې د انرژي د انجنیري خدمتونو مشورتي (واپیکا) ریاست د تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سروې موخه د 35 ترانسفارمرونو لپاره د مناسب ځای، د توزیعي شبکې مناسب لوری او د یادې ساحې توپوګرافي ټاکل دي.
