په لوګر ولایت کې د ده نو الوزي سربند جوړولو پروژې چارې د ۹۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

mew-admin
۱

۱۴۴۸/۶/۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۲۷ هـ.ل

د لوګر ولایت د مرکز، پل‌علم د ده مغلانو سیمې اړوند د ده‌نو الوزي سربند جوړولو پروژې چارې د ۹۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست، یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

یاد سربند د ۳۸ متره په اوږدوالي سره جوړېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۲۵۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه، د اوبو په برخه کې به د کروندګرو ستونزې هوارې او ۱۲۰۰ کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu