د اوبو او انرژي وزیر صاحب له خوا په ننګرهار کې د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د یوې بلې پروژې چارې پرانیستل شوې
۱۴۴۸/۴/۲۵هـ ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۶هـ ل
د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس «آخندزاده» صاحب د ننګرهار ولایت په نازیانو او سپین غر ولسوالیو کې د اوبو مدیریت، د سیلابونو د اوبو د مهار او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د یوې بلې پروژې چارې پرانیستل شوې.
په مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس «آخندزاده» صاحب او مل پلاوي، د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبداللطیف نظري، د ننګرهار مرستیال والي محترم غلام الرحمان حیدري،
د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس، مرکزي او ولایتي رئیسانو، د جاپان د (پي، اېم، ایس) موسسې بهرنیو او داخلي استازو، ولسوالانو، سیمهییزو مسؤلینو، علماء کرامو، سپينږیرو، قومي مخورو ګډون کړی وو.
د نازیانو ولسوالۍ په پروژه کې ۱۲ چکډیمونه، ۱۱ کیلومتره کانالونه، د کاریزونو ۴ سربندونه، پلونه، پلچکونه او حفاظتي دېوالونه جوړ او بشپړ شول، چې د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس «آخندزاده» صاحب له خوا نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې ټولیز لګښت یې ۱،۷۸۴،۹۹۰ امریکایي ډالره دی.
همداراز، د سپین غر ولسوالۍ په چلګزي سیمه کې د ۱۳ چکډیمونو او تالابونو، انتقالي کانالونو او د یوه کاریز د بیارغونې پروژه چې نن د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس «آخندزاده» صاحب له خوا پرانیستل شوه او ټولیز لګښت یې ۱،۹۹۷،۳۸۴ امریکایي ډالره دی.
یادې پروژې د جاپان د سولې طبي خدمات(پي، اېم، ایس) موسسې په مالي همکارۍ او د اوبو او انرژي وزارت تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او د دې پروژو په بشپړېدو سره به د سیلابونو اوبه مهار او زېرمه شي، د اوبو د منظم لېږد زمینه به برابره او د سیمې د بزګرانو لپاره به د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې به اسانتیاوې را منځ ته شي.