د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د 1403 لمریز کال د لړم له 1 نېټې څخه تر3 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړې توګه د (بدخشان، تخار،بغلان، بامیان، سمنگان، بلخ، سرپل، پنجشیر، غوربند، کنر، لغمان، ننگرهار، کابل او لوگر) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندینیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سېلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

Latest announcements

Wed, Oct 28 2026 4:29 PM
Background image

Zambar Dam Clarifications - 1

No

Consultant’s Question(s)

Entity’s (MoWE) Response(s)

Added clarification to RFP/TOR-Annexes or Amended the RFP/TOR-Annexes (if amended . . .

Wed, Oct 28 2026 4:17 PM
Background image

RFP amendment Zambar Dam Key experts

No.

RFP Reference no.

Current RFP Status

Amended RFP Status

1

Clause (22.1), page #28 , of the RFP

. . .
Sun, Oct 04 2026 3:19 PM
Background image

REQUEST FOR PROPOSALS

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW) (As a Facilitator)

Funded By

Residents of the beneficiary . . .

Back to announcements

User account menu