درنو هېوادوالو!

MEW-Media
۱۵

بنآ له درنو ښاریانو او د ولایتونو اوسیدونکو څخه هیله کوو، چې د یادو شوو ستونزو په پام کې نیولو او د واورې او باران (ژمي) موسم راتلو سره لاندې اقداماتو په پام کې ونیسي، تر څو له دغه لارې د ځمکې لاندې اوبه پياوړې او تغذیه کړو.

۱- په باغونو او خاورینو سیمو کې واورې راټولې او ذخیره کړئ، د بام او حویلۍ واورې په باغچو کې راټولې کړئ، د حویلۍ انګړ او او خاورین چاپېریال د واورې راټولولو لپاره يو له مناسبو ځایونو څخه شمېرل کيږي، چې په آسانه سره کولی شو دغه چاره تر سره کړو.

په دغه کار سره موږ کولی شو، چې د ځمکې لاندې اوبو ډيره برخه ذخیره کړو، یو له لوري به د ځمکې لاندې اوبه سطحه پورته ولاړه شي، او بل لورته به باغچې او خاورینو سیمې تر یو وخت لندي وساتل شي چې په ټول کې دا زموږ د ژوند چاپېریال تازګي او زرغونتیا لامل کيږي.

۲- په خاورینو او جذبي ځایونو کې له بامونو څخه د باران اوبه راټولول

د باران اوبو راټولول، د اوبو ذخیره کولو او ساتلو تر ټولو ساده لار ده، چې له موږ او تاسو څخه هر یو کولی شو د حویلۍ انګړ، د کوڅو جذبي لوریو، د سړکونو ګلدانونو او خپلو چاپېریال کې تر سره کړو او د خپل ښار او سیمو د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړي کولو لامل شو، تر څو وکولی شو لا اقل د خپل ځان او کورنیو د څکلو اوبو اړتیاوې پوره کړو

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۲۴
Background image

پیام آگاهی دهی⚠🚿📢💭🚦

احتمال سرازیر شدن سیلاب و ازدیاد سطح آب دریا ها در بعضی از ساحات حوزه های دریایی کشور از تاریخ ۲۷ الی ۲۸ حمل سال جاری (۱۴۰۵)

 📡🌐 بنابرتغیرات اقلیمی و با درنظرداشت پیشگوئی ریاست . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۱۰
Background image

Public Notice of Contract Award Decision

The National Procurement Directorate (NPD) of the General Directorate of Administrative Affairs of the Islamic Emirate of Afghanistan, acting on behalf of Ministry of Energy and Water . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۲
Background image

پیام آگاهی دهی⚠🚿📢💭🚦

احتمال سرازیر شدن سیلاب و ازدیاد سطح آب دریا ها در بعضی از ساحات حوزه های دریایی کشور از تاریخ ۱۷ الی ۱۹ حمل سال جاری(۱۴۰۵)

📡🌐 بنابرتغیرات اقلیمی و با درنظرداشت پیشگوئی ریاست هواشناسی . . .

بازگشت به اطلاعیه ها

User account menu