د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د جاپان هېواد د يوولسمې دورې د ماسټرۍ برنامې له نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د جاپان هېواد د يوولسمې دورې د ماسټرۍ برنامې له نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
دغه برنامه چې د بشري سرچینو ریاست د ادارې پراختیا او ظرفیت لوړونې امریت لخوا جوړه شوې وه، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ۶۰ تنه کار کوونکو ګډون درلود، چې په لومړۍ مرحله کې به ۱۵ تنه د لوړو نمرو په اخیستلو سره ټاکل کيږي.
د ماسټري دغه برنامه د جاپان هېواد د جایکا ادارې د Peace پروژې لخوا د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د انجنیري څانګې لپاره ځانګړې شوې ده.
