په کنړ ولایت کې د څهٔ باندې 12 میلیونه افغانیو په ارزښت د شپږو چکډمونو د جوړولو چارې روانې دي
د کنړ ولایت په شپږو ولسوالیو کې د شپږو چکډمونو د جوړولو چارې د څه باندې 12 میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي، چې په نرنګ ولسوالي کې د کوچیانو چکډم د جوړولو چارې 80 سلنه، په اسمار ولسوالي کې د ډمبرو چکډم چارې 75 سلنه، په وټه پور ولسوالي کې د قمچي ناو چکډم چارې 25 سلنه، په څوکۍ ولسوالي کې د ګری ګال چکډم چارې 5 سلنه، په خاص کنړ ولسوالي کې د حکیم آباد چکډم چارې 5 سلنه بشپړې شوې او په سرکاڼو ولسوالي کې د باروګۍ چکډم چارې هم چې څه موده وړاندې پیل شوې وې اوسمهال په ښه توګه روانې دي.
نوموړي چکډمونه د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره په یاد ولایت کې د اوبو د مدیریت، د سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوي، د کرنیزو اوبو د چمتو کولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي.