د انرژي معین په هېواد کې د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې په هکله د یوه چینایې شرکت له مسئولینو سره خبرې اترې وکړې
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد د خپل کار په دفتر کې د (جې، اې، دې، آی) چینایې شرکت له مسئولینو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د نوموړي شرکت مسئولینو په افغانستان کې د زر میګاواټو په وړتیا د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده ګړه.
د انرژي محترم معین په افغانستان کې د یاد شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او ددغه وزارت له لوري یې د همکاري ډاډ ورکړ.
دواړو لورو ددغې پانګونې لپاره د زمینې چمتو کېدو او عملي چارو د پیلېدو لپاره پر لازیاتو همغږیو او د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.