د بغلان سیندیزې حوزې رئيس د ګرګرک له کانال څخه لیدنه وکړه
د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محب الله عادل د بغلان ولایت د ګرګرک له کانال څخه د نوموړې کانال د ستونزو د هوارولو په موخه لیدنه وکړه.
ښاغلي عادل د دغه ریاست تخنیکي ټیم ته سپارښتنه وکړه، چې د دغه کانال د سیمې سروې ترسره او د کانال غوڅې شوې برخې د بیا رغولو لارې چارې ولټول شي.
د یادونې وړ ده، چې نوموړی کانال د ۷۰۹۵ کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.