د غور ولایت د پوزه لیچ- سیاسنګ عمومي کانال د پاکاري په هکله د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۵:۶
1

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم الحاج ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د غور ولایت د امارتي ادارو د استازو په ګډون د پوزه لیچ- سیاسنګ عمومي کانال د پاکاري لپاره د اړینو تدابیرو تر لاس لاندې نیولو او په کانالونو کې د اوبو د جریان په موخه په دغه ریاست کې ترسره او د نوموړي موضوع په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

ښاغلي اماني په دغه ناسته کې د اوبو او د پوزه لیچ- سیاسنګ عمومي کانال د پاکاري د ارزښت په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او له خلکو څخه یې و غوښتل چې د دغه کانال له اوبو څخه معقوله ګټه واخلي.

په ورته مهال، د دغې ناستې ګډونوالو د کانالونو د پاکاري، د میرابانو د ګومارنې او د حقوقو د ورکولو او په کانالونو کې د اوبو د تنظیم په برخه کې خپل اندونه وړاندې کړل او په دې برخه کې خپله هر اړخیزه همکاري څرګنده کړه.

همدغه راز د دغې ناستې په دوام کې، د نوموړې حوزې د اوبو چارو د تنظیم آمر محترم انجنیر محمد شاه مبشر د کانالونو د وړتیا او تر اوبولګولو لاندې سیمو او د کانالونو د حقابې د څرنګوالي په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۶:۱۶
Background image
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۵۹
Background image

بیرته تګ

User account menu