د اوبو او انرژي وزیر د یونیسف له مشر او د واش برخې له مشرې سره د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د مدیریت په هکله خبرې وکړې
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر، محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، په خپل کاري دفتر کې د یونیسف له مشر محترم ډاکټر تاجالدین او د واش برخې له مشرې آغلې فرای تونهما سره وکتل.
په دې کتنه کې، د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د مدیریت پر مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو. د یونیسف استازو په دې برخه کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته یې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه، دواړو لوریو د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت، ساتنې او دوامدارې استفادې پر اړتیا خبرې وکړې او د راتلونکو ګډو پروګرامونو پر عملي کولو یې موافقه څرګنده کړه.
