د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
1

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال محترم وزیر صاحب په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت له سفیر شیخ عبدالفتاح "رحیمي" صاحب او د سفارت له مسؤلینو او کارکوونکو سره وکتل.

محترم وزیر صاحب د سفارت مسؤلینو او کارکوونکو ته په خپله وینا کې وویل: مسؤلیت یو امانت دی او د دغه امانت په ادا کولو کې باید د ستړیا احساس ونه کړئ.

افغان ولس ډېر کړاوونه ګاللي او د ښو خدمتونو مستحق دي. هڅه وکړئ چې د هېوادوالو چارې پر خپل وخت ترسره شي او له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي.

همدارنګه، محترم وزیر صاحب د سفارت د فعالیتونو، هېوادوالو ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو او د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې او سفیر صاحب یې خپلو چارو ته لا ښه متوجه کړ.

یاده لیدنه په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض. . .

بیرته تګ

User account menu