په فاریاب ولایت کې د یته اوروق المار سربند او کانال جوړولو پروژه د څه باندې ۲ سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوه

mew-admin
۱

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په فاریاب ولایت کې د یته اوروق المار سربند او کانال جوړولو پروژه د ۲۳۶ زره او ۸۶۹ امریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې پیل شوه.

دغه پروژه په هغه سیمه کې د سطحي اوبو د زېرمه‌کولو، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې، د اوبو ضایعاتو د مخنیوي، د څښاک اوبو د چمتو کولو او د پایداره کرنې د ملاتړ په موخه پلي کېږي.

همدارنګه، په یاده پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
 

User account menu