داوبو او انرژي وزیر د ایراني شرکتونو له یوه ګډ پلاوي سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۹:۷
1

٧/ جدي/١٤٠٤   

داوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن د ایراني شرکتونو له یوه ګډ پلاوي سره چې په ترکیب کې یې ښاغلی علي شجاع السادات د خانه سبز شجاع شرکت رئیس او بنسټګر، ښاغلی انجینر عباس تحقیق د فراسان ایران شرکت رئیس او د مهندسي څانګې کارپوه، ښاغلی انجینر مجتبی آب روشن د فراسان ایران شرکت د طراحي څانګې ارشد کارپوه او ښاغلی الحاج محمد یوسف اکبر د برادران اکبر هروی شرکت رئیس او بنسټګر شامل وو، لیدنه او خبرې وکړې. دوی په افغانستان کې د اوبو پر پروژو باندې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه، د یاد پلاوي غړو له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د انتقال په پروژه کې د پانګونې لپاره تیاری وښود، محترم وزیر صاحب د پانګونې لپاره د دوی له امادګې څخه خوښي وښوده، زیاته یې کړه چې الحمد لله اوس په افغانستان کې سرتاسري امنیت تأمین او د پانګونې لپاره زمینه برابره ده.

تاسو کولای شئ په هر ولایت کې چې غواړئ په ډاډه زړه سره په پروژو کې پانګونه وکړئ ستاسو سرمایه به سل په سلو کې محفوظه وي او د اوبو او انرژي وزارت له خوا یې دوی ته د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.

نوموړي پلاوي هم له وزیر صاحب څخه مننه وکړه او تیاری یې وښود چې په یاده پروژه کې به پانګونه وکړي محترم منصور صاحب دوی ته وویل چې د وزرات له تخنیکي ټیم سره دې خبري وکړي تر څو د تفاهم نامي د لاس لیک لپاره زمینه برابره شي، چې بیا به له هماغه تفاهم لیک سره سم پر مخ ولاړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر له ترکي پانګوالو سره په دریو سترو پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې، اترې وکړې

۸/۱۰/۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د کوتای انسات یوه ترکي شرکت له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو د اوبو او برېښنا بندونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

لوګر ولایت کې د کهشان سربند پروژې چارې ۹۵ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د کهشان سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د “وت  “ اوبو لګولو بند  لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه.

د غزني ولایت په آب بند ولسوالي کې د وت ذخیروي او اوبو لګولو بند لومړنۍ تخنیکي، ټولنیزه، چاپېریالي او ټوپوګرافیکه سروې ترسره شوه.

 یاد بند به د سېلابونو کنټرول، د ځمکنیو اوبو چارج او د. . .

بیرته تګ

User account menu