په زابل ولایت کې د اوبو او بریښنا څلور لوی بندونه جوړیږي.

MEW-Media
969

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا په زابل ولایت کې د اوبو او برښنا څلور لوی بندونه په لاره اچول شوي چې ډير ژر به یې د جوړولو چارې پيل شي.

د دې بندونو د جوړولو قرارداد د ملي پراختیا شرکت سره لاسلیک شوی، اوسمهال د دغه بندونو د لومړنۍ سروې چارې بشپړې شوي چې د تخنیکي سروې لپاره سیمې ته تخنیکي انجنیران استول شوي چې د بشپړېدو سره به یې د یادو بندونو د جوړولو عملي چارې پيل شي.

دا بندونه چې د (میزاني، مرکوک، آجه کلی او علاوالدین۲) په نومونو یادیږي، چې د میزاني، دایچوپان او زابل ولایت په مرکز کې موقیعت لري.

د دې بندونو په جوړولو سره به په ټولیزه توګه ۲۱ میلیونه متره مکعب اوبه مدیریت کیږي، چې په حدود د ۵۳۶۲ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه چې د ۳.۵۴ مېګاواټه برښنا تولیدوي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu