په لغمان ولایت کې د عبدالرحیمزي کانال د بیارغونې پروژې چارې ۸۰ سلنه پر مخ تللي دي.

MEW-Media
22

دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو مدیریت، کرنیزو ځمکو زیاتوالي، کارموندنې او د چاپېریال ساتنې په موخه په لغمان ولایت کې پلي کیږي.

د دغې پروژې چارې په ښه توګه روانې دي چې تر اوسه پورې یې ۸۰ سلنه چارې پر مخ تللي.

د دغې پروژې پلي کولو سره به د عبدالرحیمزي کانال د ۲.۱۴ کیلومټرو په اندازه چې د اوبو لګولو ارزښت به یې له ۱۹۰۰ هکټارو څخه ۱۹۶۴ هکټارو ته لوړ شي د ۷۴ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول کیږي.

د یادونې وړ ده چې له دغه کانال څخه به د ۵۸۰۶ شمېر د لغمان ولایت اوسیدونکي ګټه پورته کوي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu