یو ترکې پانګه وال په افغانستان کې د انرژي په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړه
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف د خپل کار په دفتر کې د ترکیې هیواد د Emin Electricity شرکت له استازي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د یاد شرکت استازي په افغانستان کي د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه او د اوبو او نرژي وزارت له رهبري څخه یې په دې برخه کې د زمینې برابرولو او همکاري غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین مولوي عارف په افغانستان کې د نوموړي شرکت د پانګونې له لیوالتیا څخه هرکلی وکړ او د انرژي د تولید په برخه کې یې د زمینې برابرولو ډاډ ورکړ.
په پای کې، دواړو لورو د ګډې همکاري لپاره پرلا زیاتو همغږي او د معلوماتو شریکولو باندې ټینګار وکړ.
