یوې موسسې په سمنګان ولایت کې د چکډمونو او کانالونو د جوړولو په برخه کې خپل چمتووالی څرګند کړ

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۸:۴۹
1

د سمنګان د اوبو او انرژي رئيس محترم حافظ محب الله عادل په سمنګان ولایت کې مېشت د اکتید موسسې له مسؤل سره وکتل او په روان کال کې د نوي پروژو د پلي کولو او د تر کار لاندې پروژو د څارنې په برخه کې د همغږي او همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې موسسې مسؤل د تر کار لاندې پروژو د څارنې په برخه کې د همغږي او همکاري په هکله د خبرو، اترو ترڅنګ په روان کال کې په سمنګان ولایت کې د نویو چکډمونو او کانالونو پروژو د جوړولو په برخه کې خپل چمتووالی څرګند کړ.

په ورته مهال، ښاغلي عادل د نوموړې موسسې مسؤل ته د نویو پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu