کندهار ولایت ته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس سفر
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس انجینر خان محمد تکل، د يادې ادارې يو شمېر رئيسانو سره کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت والي ښاغلي حیات الله حیات، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو او په کندهار کې د اوبو ملي ادارې ولایتي مسؤلينو سره وکتل.
د دغه سفر موخه د کندهار د دهلې بند د استملاک د ستونزو حلول، په ياد ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د روانو پراختياي پروژو له عملي چارو څخه لیدنه او د نوو پروژو د سروې او ډيزان په اړه ولایتي مسؤلینو ته لارښوونې کول وو.
ښاغلي تکل د کندهار ولایت مسؤلینو او مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دهلې بند د استملاک ستونزې ته به رسیدګي کيږي او په دغه ولایت کې به د پراختياي پروژو رغولو ته ځانګړې پاملرنه کيږي.
