کندز ولایت کې د نجم الدین برزنګي سیمه کې د آمو سیند د تحکیماتو د بیړنۍ پروژې چارې بېرته پيل شوې

د کندز ولایت د نجم الدین برزنګي سیمه کې د آمو سیند د تحکیماتو د بیړنۍ پروژې چارې چې څلور میاشتې مخکې ځنډول شوې وي د آمو سیند د غاړو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي سید غلام مشواڼي او ورسره مل یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې بېرته پیل شوې.
ښاغلي مشواڼي اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړین هدایات ورکړل.