کندز ولایت کې د مؤسسو له مسؤلینو سره د اوبو او انرژي پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۹
1

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد په کندز ولایت کې د مېشتو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل او د اوبو او انرژي پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د همکاري د پیاوړتیا په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې ښاغلي حامد د مؤسسو د تېرو چوپړتیاوو د ستایلو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې د تحکیماتي دېوالونو د جوړولو، د کرنیزو ځمکو د ساتنې، د پل‌ګوټو، استنادي دېوالونو، کانالونو او چکډمونو د جوړولو او د برېښنا انرژي د پراختیا په برخه کې له دغه ریاست سره دې بشپړه همکاري وکړي.

همدغه راز، په دغه ناسته کې د مؤسسو مسؤلینو د نوموړو پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د ریاست اړتیاوې دې له مؤسسو سره شریکې کړي، ترڅو په نږدې راتلونکي کې له اړتیاوو سره سم همکاري ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۴۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل

د ختیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمریت مسؤلینو په جلال آباد ښار کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد آمریت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۳۸
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۳:۵۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یوې ویالې د جوړولو چارې ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۴ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اچین ولسوالي اړوند د پښې خوړ سیمه کې د کړیاده ویالې د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاده ویاله چې. . .

بیرته تګ

User account menu