کندز ولایت کې د دوو پروژو چارې د څه باندې پنځه سوه زره ډالرو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۰:۳۰
1

د کندز ولایت په ګلتپې او امام صاحب ولسوالیو کې د یوه کانال د ګبیوني تحکیماتو او  یوولس پولچکو پروژو چارې د پنځه سوه او پنځه دیرش زره ډالرو(۵۳۵۰۰۰) په ارزښت د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجبتی او یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون پيل شوې.

په یادو پروژو کې ، ۲۰ زره متره کېندنه او ۲۸۰۰ متر مکعب تحکیمات شامل دي، چې پکې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې پروژو چارې د FAO سازمان په مالي ملاتړ د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۳۸
Background image

په خوست ولایت کې د اوبو سرچینو سروې او معلومات را ټول شول.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم  لخوا د ۷ هایدرومیتورولوژي استیشنونو او ۳۸ څارنیزو خصوصی څاګانو خام معلومات راټول شول ، همداراز د مرکز په شمول د ټینو او ګربزو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۴
Background image

د بامیان ولایت مرکز کې د حمامونو څارنه ترسره شوه.

د بامیان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د څارنې ټيم ددغه ولایت په مرکز کې د ۶ بابه حمامونو څارنه وکړه.

یاد ټیم د حمامونو خاوندانو ته د اوبو په استعمال کې د سپما په هلکه اړینې لارښوونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا ولایت کې د استنادي دیوالونو سروې وشوه.

د پکتیا ولایت د اوبو  او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالي میتي کلي کې د یوه سربند، مټاخېل، او بښکول کلیو کې د دوو استنادي دیوالونو تخنیکي،اقتصادي،هایدرولوژیکی او. . .

بیرته تګ

User account menu