کاپیسا ولایت کې د حقابې پر سر د را ولاړې شوې  ستونزې په هکله خبرې، اترې وشوې

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۹:۳
1

د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیرکاوه خروش د کوهستان دوهمې حصې ولسوال محترم مولوي اسدالله ثاقب سره وکتل او د حقابې پر سر د را ولاړې شوې ستونزې او د شیرک-پیرک او کره تاز کلیو د اوسېدونکو ترمنځ د کره تاز څانګې د خرم کانال د کنټرولې دروازې ستونزې د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه ناسته کې، د نوموړو موضوعاتو په هکله د اوبو د تنظیم قانون، تقنیني اسنادو او تخنیکي پلاوي د اندونو په رڼا کې اړین تصمیمونه ونیول شول.

همدارنګه، په دغه ناسته کې د اوبو سرچینو پر سر د را ولاړې شوې ټولنیزې ستونزې او د ځینو کسانو له لوري د افغان عمومي کانال د حریم د غصب په هکله هم بحث او د اندونو تبادله وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu