کابل ښار ته د څښاک اوبو رسولو د طرحې وروستي کولو او د اوبو سرچینو د اجوري لایحې په هکله د نظرغوښتني ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس آخندزاده، د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو معین مولوي باز محمد فیضان، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو معین مولوي محمد خالد سبحاني، د مالیې، اقتصاد، ښارجوړونې او مسکن وزارتونو، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو شرکت او د چاپېریال ساتني ریاست رئیسانو او استازو په شتون کې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې کابل ښار ته د څښاک اوبو رسولو د طرحي وروستي کولو او د اوبو سرچینو د اجوري د لایحې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د یادي ناستې په دوام کې، د ټولو اړونده ادارو د اندونو څېړلو وروسته، په اکثرو مواردو باندې لازمې هوکړې وشوې او یوازې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو شرکت د اندونو په هکله یوې ځانګړي تخنیکي کمیټې ته دنده وسپارل شوه ترڅو ددوی اندونه بیا مطالعه او وڅېړي.
د یادولو وړ ده چې یادي طرحې د کابینې د 1444 د دویمې شمېري مصوبې د څلورم (4) بند او د ریاست الوزرا محترم اداري معاونیت د هدایت پر بنسټ کابل ښار ته د څښاک اوبو رسولو او د یادې برخې د ستونزو د حل په موخه جوړې شوې دي او له نهایې کېدو وروسته به د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته ولېږل شې.
