پکتیا ولایت کې د ۱۰ کاریزونو د بیارغونې او پا کاري چارې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۶:۴۶
1

د پکتیا ولایت په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د ۱۰ کاریزونو د بیارغونې او پا کاري پروژې د ۷ میلیونه، ۲۰۲ زره او ۷۰۰ افغانیو په لګښت د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح، یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغو پروژو ګټې ته د سپارلو په مراسمو کې د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس د هغوی په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د دغو کاریزونو د بیارغونې او پاکاري د چارو په بشپړېدو سره د اوبو لګولو وړتیا له ۱۰۶۰  جریبو څخه ۲۱۳۰ جریبو ته پورته او ۵۲۹۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.

په دغو پروژ کې چې زرګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه، چارې یې د یونېسکو ادارې په مالي ملاتړ د پکتیا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

بیرته تګ

User account menu