پکتیا ولایت کې د سورۍ خولې برېښنا بند او دریو مایکرو هایدرو پاور لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم او د پکتیا د اوبو او انرژي ریاست د سوېل ختيځ زون د انرژي خدماتو د تنظیم آمریت په همکاري د پکتیا ولایت په لجه منګل ولسوالي کې د سورۍ خولې برېښنا بند د ابتدائي مطالعاتو لپاره لومړنۍ سروې او همدارنګه د جانې خېلو ولسوالي اړوند په اګرخېلو او فاضل خېل کلیو کې او د روحاني بابا ولسوالي اړوند په شاهي کوټ شېرخان خېلو په کلي کې د دریو مایکرو هایدرو پاور تخنیکي او ټولنیزه سروې ترسره کړه.